په افغانستان کی موجوده اداره جوړښت دمصایبوعلت العلل دی
څیړونکی لیګوال : نصیراحمد مهمند څیړونکی لیګوال : نصیراحمد مهمند

 

 

 

مصلحت ګرایی ته د پای ټګی عملی ګام غواړی !

بشری تجربی دزمانی په اړدودنړی په هره سیمه او ټولنی داپه اثبات رسولی او ښودلی دی چه په هره کورنی ، ټو لنه اوپه خاصه ټوګه په یوه دولت کی چه دعدا لت اوانصاف پربڼسټ کورنی او بهرنی دریځ اوپالیسی څرګند او روښان نه وی ،دویلواوعمل په مینځ کی واتڼ وی او سره تطابق نه وی ،سپین اوروښان ملی کادری سیاست، انضباط اوددسپلین، پوښتنی اودحسابګیرنی ، مجازاتواومکافاتود ضوابط دانفاذاوپلی کیدلولپاره پکښی ځای نه وی هرومرود بی ثباتی،ناکراری ، چوراوچپاول ، پخپل سری، ارتشاء ، بدمرغیواومصیبتونواوقام شرمیوسره مخا مخ کیږی کوم چی په افغانستان کی همدا اوس را روان دی .

داچه هغه څوک چه ادعاوکړی دافغانستان دغه دردونه اوکړاونه په څوټکواوکلموسره له یوی بڼی څخه بلی بڼی ته بدلولی شی فکرکوم چه نباید پخپله په دغه خبره باور ولری او نه نورووغولوی۰ په افغانستان کی موجوده اداره جوړښت پخپله ناروغ او دمصایبوعلت العلل دی، ناوړه اومنفی مصلحت ګراییو ته د پای ټګی ایښودل روغ او سالم تفکر،قوی ارادی ، ټینګ تصمیم ،سره دعملی ګام غواړی ،ټش په خبرونه کیږی ۰د۱۳۵۷ لمریر کال دغوایی دمیاشت دفاجعی نه راهیسی زمونږ دولس اوهیواد په مقدراتو باندی بیرحمانه لوبی روانی دی ۰

هرڅوک دی خبرو ته توافق لری چه دیوی ټولنی د نیکمرغی اوسوکالی متشکله عناصرسالم درد لرونکی ، پوه او وطن پالونکه وګړی تشکیلوی ، او دډیوی حیثیت لری چه له هغوکسانو پرته یو سر لوړی ، په ځان متکی او ویاړلی ملت اوهیواد نشی جوړیدای ۰ کله چی دملی مسایلوپه اړه څه وایو، باید شه سوچ وکړوچه دیوکوچنی اوساده موضوع یادونه نه کوو،چی په یوه یا څوکلمویا څوورځوکی ، هغه ټول حل کولای شو ، بلکی ددغو مشکلاتوله مینځه وړلولپاره نه سټړی کیدونکی هلی ځلی،زیار او دایثارترسرحده غواړی۰ باید په رښتیا خلکو سره مینه ولرو او واقعا هیواد پال اوسو ،اودغی پدیدی ته په ځپلورګونواوهدوکو کی ځای ورکړواوبیا ملاوتړو ۰خو دی ته هم باید هیرنکړو چه موخوته درسیدل دپاره دملی احساس درلودل ،غښتلی اراده اوټینګ تصمیم اوپه عین زمان کی دهغودخطرونو مڼل په پام کی ونیسواو دخپل واک او امکاناتوڅخه معقول اوګټوری استفادی وکړو۰

زمونږپه هیواد کی موجوده حالت ته خاتمه ورکول اودیوښه نظام اوحکومت داری بڼست ایښودلواو ځای پر ځای کولو لپاره ،څرګند دریځ ،سوچه ګادری سیاست. ملی محاسبی او تصفیی د بی امنی،جنایاتواواداری فساد دمخنیوی تر ځه دمخه یوازنی لارګڼل کیږی ۰نو پر دی بناء له دی خایه چی د « بن»نا سنجول شوی اومغرضانه تصامیمواوپه افغانستان کی مخلوق اداره او وایروس جنه ترکیبی جوړښت یی نه یوازی افغانانواوافغانستان ته بلکه خپله طراحانو او نړیوال ټولنی ته هم زیانمن او ستونزی زیات کړیدی ، دغه ادا ره او تشکیلات اوکار روایی یی خپله علت العلل ګرځیدلی دی بناءضرورت دی چه په لنډه ټوګه یوځلی بیا روان حالت له نظره تیرکړواووڅیړوبیا تشخیص کړو او دعلاج په لټه کی وشو:

  سره لدی چه کتابونه او غوږونه دثقه اسنادوواوشواهد نه ډک دی چه دعام ضربالمثل پر بنا «چیزیکه عیان است ، چه حاجت به بیان !» خوبیا هم دیوه لنډتحلیلی کټنی پربناء که دهیوادروانی مفتضح او شرمونکی بهیردفکتونواو واقعیتونوله مخی وڅیړل شی په ډیره خواشینی سره دی ځای ته رسیږوچه زمونږپه هیواد کی د موجوده ا داره اوددی دسیستمونو جوړښت او په دننه کی داپوزیسیون ترنامه یوشمیرپیژندل شوی مردودواوقام شرمومنفوروځیروکی په موجودیت او شتون سره ،تراوسه ټولی کومی نظریی اوپلانونه چه دنظم اوامن دایجادولواودافغان ولس اوهیواد د سوکالی او ودانولو، بیا رغاونی په هکله د کورنی اوبهرنی ذیدخلو ډلولخوا مطرح شوی یا کیږی زیاتره غووړنکی ،مشغول ګوونکی ،تبلیغاتی او نمایشی اړخ اوبڼّه لری اودکاغذ پر مخ پاټی دی دعمل  په ډګرکی پلی شوی ندی. کوم جدی اساسی او بڼسټیزعملی ګام په صداقت اوپوره تقوا اوایمانداری سره دولس اوهیواد په ګټّی نه پورته کیږی . له همدی لامله کړاوونه ،رسوایی، قام شرمی او مصیبتونه هره ورځ په نوی بڼه اوجامی څرګندیږی اوترورځه زیاتیږی اودخلکوهیلی اوباورنه یوازی کمزوری ، بلکه دژوری اندیښنی سبب هم ګرځی، چه څرنګه په یوه انتخا بی اداره !!؟چه اساسی قانون، دموکراسی نظام او په نړیوال کچه سیاسی، اقتصادی او وسله وا ل بیدریغه نظامی ملاتړهم لری، ولی داسی حالت روانه ده؟ څّه ڼاڅه لس کاله کیږی چه نړیوال لوی ملکونه اوطاقتونه دملګروملتونودسازمان دتش په نامه ترچترلاندی( ځکه تش په نامه چه شورویان دملل متحددمنشورد ۵۲ مادی په پلمه یرغل کړی وو ، خواوس دملل متحد لاس اخستل شوی اوجنسأ راوړل شویدی ، دلا زیات معلوماتو لپاره په افغانستان کی د۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰م کال دملل متحداستازی کای آیدی خاطراتو چه دPowerStruggleOverAfghanistan:KaiEide رجوع وشی ) له خپل ټول امکاناتوسره راغلی ډیره اوبوخت دی ، مګرنه دا ملک جوړشواونه ددی هیواد مصیبت ځپلی خلک آرام اوبا امن شو.             

لس کاله وخت له بی چوکا ته اوبی شمیره سیاسی ، مالی اونظامی نړیوال مرستی اوملا تړچه دوست اودښمن جاروهی زښته ډیردی اوسټرګی نشوپټولای . افغانستان ته بیرته په  پښو درولولپاره دومره مالی ، سیاسی اونظامی مرستی اوملاتړدهیواد د کوچنیوالی جغرافیایی ظرفیت په پرتله زښته ډیراوکافی وو،چه اوس باید دفقراوبی روزګاری خبره خو بالکل نه وای ، بلکی دخودکفایی ترسرحده باید رسیدلی وای ، اویا څه ناڅه په وارداتو کی تقلیل راغلی وای ۰په خواشینی سره چه هرخه دافغان ولس اونړیوالو بشری خیرغوشتنی ټولنودانتظاربرخلاف بڼه رامینځته شول ۰

نوپردی بنأ پرته له دی چه دا زمزمی اوچت شی چه ( به هرشکلی که خواهی جامه می پوش ، من ازطرزخرامت می شناسم ) او وویل شی چه پدی اداره اوسیستم کی انصاف ، تقوا ، صداقت او شفافیت  یوجدی نښتون او ګمښت خولاڅه ، چه بلکی دغه کلموبالکل نامانوس ټکی ښکاری، چه دا نښتوالی اوکمښت پخپله ، د ولس اوهیواد سره یوبل لوی جفا دی او دروانی بدمرغیواومصیبتونودلړی اصلی اوغټ عامل ګڼل کیږی . پدی اساس با ندی وخت اوامکا نا ت داعلام شوی پلانونودافغان ولس اوهیواددګټی په اړه عبث ضایع شویدی چه  دسیاست هره ا بجد پوه زده کونکی  پری پوهیږی چه دعنوان شوی پلانونوترشا بل پټ اومرموزوناوړوموخودافغانانودوینی اوخاوری په بیه تعقیب کیږی .                                             

له همدی لامله د ټول ملی هیواد پال اوپوه ایمانداروطنوال اود بشری حقوقودسولی اوامن د نظرخاوندان او پلویان تحلیلونه اونظریی له مخی په صریح ټوګه څرګند یږی چه په بهرنی اړخ کی دمغرضواو بی غرضو ذیدخلواړخونو دملل متحد په ګدون د بن د اشتباها تونه ډکه اوناسنجول شوی تصامیمواودرامی پربنست اود کورنی اړخ په اړه دا ټولی روانی کشالی دفاسدوبیروکراسی،بی کفایتی ، واسطه بازی ، نا اهلو،مشهوربالفساد ،مشکوکواوپخوانی وطن پلورونکواویوشمیرفرصت طلبومعامله ګرو وګړوته ډنډه سپارل ، دشخصی، کورنی،ګروپی،سمتی، بی اسحقاقه ټاګڼه دګروهی ګټی دپاره اوددولتی قدرت  پاشل او ویشل ، دشخصی سلیقی اوسیاسی ناسمی ملاحظه کاری اړیکی اوتمایلاتونتیجه ده چه مسکوی، تهرا نی اوپنجابی یتیما ن د بن د ناستی په لمن کی بیرته د نا سکه پلارخاوندان اویوځای راغونډکړشوی دی .

څرنګه چه مخکی ذکرشو، او اوس څه دپاسه لس کاله وروسته ښاغلی کرزی پخبله ژبه اوخوښه !؟هم پورتنی مبی عدالتی اوناروایی تایید اوپری اعتراف وکړ،که بیا په دی کی ترکاسی نیم کاسه نه وی ،هغه مهال دولس لخواهرکلی کیږی او دقدروړګرځی چه دخپل ویل اوکړل واټن او توپیرونه لری کړی او په اسلامی اوافغانی ایمان اوشهامت په مټ ّ په صداقت رښتینوالی سره عملی ګامونونه اوچت کړی او واقعاځان دخلکواوهیوادخدمت اوسوکالی لپاره ولس او خدای ته انتقال ، وقف او متکی وکړی ۰خکه چه په تکرارمکررسره یوځل بیا په ګوته کیږی ، چه دکابل په اداره کی یوشمیردولتی کارکوونکوسره له دی چه روښانه اونیک شهرت نلری دملی مصلحتونو، ملی ګټودساتلواودخلکودهوساینی اوخدمت کولوپه ډیرمهم اولوړوډنډواومکلفیتونوتاکل اونصب شویدی . هغوی ددی پرځای چه خپل تیراعمال تصحیح وکړی اوندامت اظهاراومعذرت وغواړی اوځان دخلکومعاش خوراوخادم مسوول اوځوابده وشمیری . . دسپارل شوی ډندی دصلاحیتونوڅخه دشخصی ، سمتی اوګروپی ناوړه اوناجایزه استفادی کوی .

دغه ګسان نه یوازی دملی افغانی معیارونواو آزاد تصمیم او ارادی پربنسټ توظیف او ګمارل شوی ندی ، بلکه دټوپک په زوراو دبهرنی مراجعو په نظر ، سپارښت اوملاتراود ښاغلی کرزی دوروستیوویناو په بنا دمصلحت ګرایی له مخی ځای پرځای شویدی . په همدی خاطرد خپل ولی نعمتانوپه نظراوهدایت اوددوی دګتی پلی کولواوسیاسی نظامی مرچلونودتوازن دساتلو لپاره لګیا دی ، نه دافغانستان هیواداوخلکودآبادی اوهوساینی لپاره . دغسی وګړوپه سیاسی او نظامی ډګروکی ډیری مورچلونه پرانیستی دی او دواک ساتلو او مطلق العنانی د ترلاسه کولو په لارداسی بیونی تنده لیدل کیږی چه هیڅ یویی دبل چا شتوالی اوګډون نشی زغمولای ، په خوله کی هریوی وایی چه زه غواړم خدمت کړم،مګر دوی دملی مفکوری او ملی جوړښت اودهیواد دودانولو او سمسورتیا يو پلان نلری  . خو یومرجع نشته چه خبراوعمل یی مقایسه کړی اوپرمخ یی ایږدی چه چاته او څرنګه خدمت کوی ؟ دمقامونوداعتباراو واک څخه ناوړه استفادی کوی اونه پریږدی چه شرایط مساعداوولس ته دا موقع برابرشی چه په ښه او بدوباندی فکروکړی تصمیم ونیسی چه ملی محاسبی او تصفیی رامینځ ته شی سره او ناسره ، خاین او صادق سره بیل کړی .                                                                                                            

څرنګه چه مونږ وینوهمدا اوس چه ټو ل کورنی او بهرنی امکانات موجود دی ،خوامنیت نشته ، برآلا‏په لوړوګچوارتشاء، غلا، اختطاف ، دخلکو پرعزت کور، ځمکه او جایداد ونه تیری او تجاوزکیږی اودخلکوپه مینځ کی نفاق اچول اونارامی په بی شرمانه اوبیرحمانه ټوګه دوام لری خوهیڅ یو واکدارمرجع وجود نلری چه دمظلوم خلکوغږ واوری او مشکل حل کړی . محاکم دمجرمینو دپناه ګاه په ټوګه بدل شویدی  [ هرچیزکه بګندد نمکش میزنند ، وای به آن روزکه بګندد نمک ] . عارض مظلوم دفتبال دټوپ په څیریوبل ته پاس ورکول کیږی ،حق ناحق کیږی . ددری ګونی تش په نامه قواو ( اجراییه، مقننه او قضاییه) په مینځ کی داسی بی شرمانه لانجه اوغوغا برپا دی چه یتم اوبی تعلیم هلکان په کوڅه او بازارکی داسی لوبی نکوی دا پدی خاطرچه اوبه نورهم خټ شی حساب وکتاب لانورهم خل پل اوحقایق اوواقعیتونه تحریف اوله مینځه یوړل شی اوکبان واخیستل شی دکاروان غږ دغلودغوغا اوناری په مینځ ورک دی . اوس مهال ددرامی بل پړاو یعنی دیوی خوا  دامریکا اوآیساف دنظامی قوتونو بیرته ایستل او له دطالبانواومخالفینو سره سوله او پخلاینی مطرح دی . پرته له دی چه څرګند کړی چه ځه دپاره راغلی وی ، خه مو وکړل او چیرته ځی ،خو ټول پوهیږی مګر افغان ولس هرچا نه ښه پوهیږ ی ۰ځکه چه وایی :ځمکه هغه سوزی چه ورباندی اوربلیږی۰      

  له دغه ټول بهیرفکتونه چه څوبیلګه یی په لڼد ډول په ګوته شول دټولوترشا نه بل پټ موخوقرارلری او دساړه چګړی دوران په څیرافغانان قربانی شول ،یوځل بیا دبین المللی جفا سره ګیردی اود رقیبوهیوادنودسیالی ډګرګرځیدلی دی .ایثارګرافغانان هیڅکله دامنیت ، هوساینی اوترقی پرضد ندی ،بلکی ترټولونه په لومړی کرښه دریدلی او قربانی ورکړی دی ، خو دلته دسوله ایزژوند،ګټی ، آزادی اوملی حاکمیت اوارضی بشپړتیا خبره ده . پردی بناء افغانان په موقع بولی چه بیا پام راوګرځوی. که پرون انګریزان دخپل ناوړه او داشتباه نه ډکه پالیسی اودخپل څیړونکواوسیاست پوهان اونظامیګرودغباوت او بیخبری له مخی دافغانانود نه پیژندلوپربنا شرموونکی اومفتضح ماټی سره مخامخ اوامپراتوری یی برباد شول ، لازم نه  ووچه دغه اشتباهګاڼی شوروی روسان مرتکب شوی وای ، او وروسته امریکاییان اواندیوالان یی خوبیخی باید ځان پوه کړی اوورنه پنداوعبرت اخیستلای وای .

په خواشینی سره سربیره پردی چی ایرانی آخوندانواوپاکستانی پنجابیو او روسانوته داسی زمینه برابر شوی چه په ډیر بیحیایی او بی شرمی سره زمونږ په چاروکی لاس وهنه کوی ۰خوځینی امریکایی اوغربی څیرونکواونظامیګرو دافغانانو په هکله داسی نا سمی او دحقایقواوواقعیتونواوانصاف نه لری تحلیلونه او نظریی وړاندی کوی لکه امریکایی سناتور روهرا باکراوډله یی چی ډیرمسخری او مضحک ، او دی اتل انسان پال افغان ملت ته سپکاوی دی . دافغانانوپه مینځ کی نفاق اچول نااهلواوناخلفواو لږکیوته ملاتړاوتحریک ورکول اوعملا ملت ته یوپه بل اچول اودافغانانو او افغانستان نه داسی څیری او انځور وړاندی کوی چی اصلی بهیراوحقایقوسره په تضاد کی دی ،دوی بیخبر دی له دی نه چه دغه خلک اوهیواد دکم سیاسی او تصنعی تړون مخلوق اومحصول نه بلکی  پنځه زره کلن شتو ن ، کارنامی او روښان تاریخ لری . داقبال لاهوری په خوله که نن:              

( ملتی آواره ء کوه ودمن  ----   خون شیران دررګ اوموج زن )

 مګر افغان ولس سره له دی روانی غمیزی بیا هم ژوندی اومصمم دی .                                        

   دپورتنی مطالبو په پام نیولوسره دی نتیجی لاس ته راځی چه څه دپاڅه ډیرش کاله کیږی چه دافغان بیګناه ولس وینی ټوییږی ، پرعزت مال او هیواد مولوبی اوتیری جریان لری ، هره ورځ دنوی بڼه اوشکل دمختلفوعناوینوترپردی لاندی نوی رسوایی ، مصیبتونه اونوی درامی جوړیږی . په جنوبی او جنوب لویدیځ ولایتونواو قبایلی سیموکی افغانان تر مختلفو پلمو څخه تباه او قتل عام کیږی اوبی کوراوبی ګورکیږی ، کوندی او یتیمان کیږی او زرها نفرد وږی ،  یخنی اوګرمیو نه سا ورکوی ، دوی دافغان هیوادلښکراوبچیان دی نه دالقاعدی، پنجابیو اوتهرانیو بچیان.دوی په میړانه او بشرپالنی احساس او اندیښنی سره قربانی ورکړی، امریکا ،اروپا او دسیمی هیوادونه دنړی خورسوراستعماری زبر ځواک له شراومنګلونه نجات ورکړی دی  . دغه باتورانساندوست ولس دقدروړدی ،ددی ظلم اوتجاوز سزا وارندی  په هیواد کی میښته قا مونه که پښتون دی یا ازبک ،هزاره دی که پشه یی که تاجک دی یا نورستانی او یانورټول دافغان واحد کورنی غړی او بچیان دی . د تاریخ په اوږدوکی په ډیره مینه، ورورګلوی اووحدت سره ژوندکړیدی او دښمن ته په یوموټی او میړانه دریدلی دی اوغاښ ماټوونکی ځواب ورکړیدی . دوی په وینه په هدیره ، په غم او ښادی  کښی ګډ او شریک دی . دیو لاس دګوټو حیثیت لری . که دلاس یوه ګوټه مشګل ولری او یا نه وی لاس معیوب ګڼل کیږی .                         

دبڼسټیزعواملوپه لړکی په دی تیرلسوکالوکښی دبهرنی سیاست چه د ډیرذ لت او ناسنجول شوی تدبیرسره ملوث شویدی اوواقعادافغان ولس مقدرات اودهیواد لوړی مصلحتونه اوګټی دمطروداوناخلفووګړواوګروپودځان غوښتنی ، ملاحظه کاری او معامله ګرانه جوړښت اوسازشونوتراغیزی لاندی راغلی دی اود هغووګړولخوا طرح وپرمخ بیول کیدل چه اوس هم په حکومت اوهم دسیال په ډله کی قرارلری اواتلاف کړیدی ۰ 

بناءایجابوی چه په لومړی ګام کی د بهرنی ملکونوسره دتاریخ اوتیرواړیکوپه نظرنیولو کی دوستان او دښمنان بیل او تفکیک شی اوبهرنی سیاست اوپالیسی ددوه اړخیزروښان ګټی اودریځ پربنا دولس اوهیواد په ګټی اومصلحت ، دګاوندیانو، سیمی اونړیوال ملکونوسره ددی حساسوشیبودحالاتواوشرایطو په پام نیولواواقتضاأتومطابق پرته له مداخلی او لاس وهنی په هره بڼه اوډول چه وی سمبال اوچلند وشی . ځکه چه په ډ یری خواشینی سره تیری تجربی وښودله چه نړیوا ل استعماری سلطه غوښتونکو ځواکونودهره تیری، اشتباهګانی اوخپل ما ټی نه وروسته په نوی بڼه او پلمی دخپل عمالوپه واسطه بیرته نفوذ کړی اوافغان ولس دی ته مجبورکړیدی چه باید انتظارباسی چه ددوی د ګوداګیانواوعمالوباج او تاوان هم ورکړی اودبل لوی رنځ اومصیبت دمڼلودپاره تیاراوسی .                             

همدارازپه کورنی چارو ګی د افغانستان دردیدلی اومصیبت ځپلی ولس دنجات ، هوساینی اودهیواد دآبادی اوامن او همداسی دکورنی حیثیت اوپرستیژدساتلو دپاره دچارواکونه داخواست ګیږی چه نوردالفاظواوالقابواوتش په نامه تشکیلاتوسره اکتفا او لوبی نشی . که واقعا غواړی چه بس کړی او دافغان ولس واقعی با وراوملا تړوګټی او دخلکو او تاریخ دقضاوت نه سرلوړوځی شدیدا اړدی چه سمدلاسه باتقوا او پاک لمن پر خلکو او هیواد رښتین مین وګړی راټول کړی اودغه موجوده روان حالت خاتمه ورکړای شی  ، یو سچه ، ملی سپین کادری سیاست د صا دقو اومجرب پوه کاری وګړوتیم رامینځته کړی، دغه موجوده ترکیب، قدرت ویشل ، ایتلاف ، شخصی او ګړوپی ملاحظه کاری او سازشونوچه هیڅکله نتیجه نه ورکوی ، بلکه دهیواد او خلکودلابربادی او د دښمنانو په غوشتنی او ګټی برابراومساعد دی ځکه چه ځینی حتی خپل ځان، ځلکو او هیواد سره په زړه اوعمل کی بیخی مخلص ندی ازمایل شوی بیرته ازمایښت ثواب اوجواز نلری ۰خصوصا هغه وګړی چه متهم دی او روښانه هویت او نیک سابقه نلری ، ولس ورته په ښه سټرګه نګوری او نه بخښی اوددوی دمحاسبی او محاکمی په طمع او انتظار دی . 

لڼده دا چه داسی کاری تیم ته اړتیا ده چه په رښتیا دملت صلاحیت او قدرت وګټی او مسوولیت او ځوابدهی ومڼی اوورته التزام ولری نه بهرنیانو دپاره . دکاراهل وی دافغانستان دارضی بشپړټیا دساتلو، ملی منافعواو مصلحتونوته په پوره ټوګه خبر وی تشخیص وکړی ، صداقت او التزام ولری . دټولوقامونومحلی ډود، دستور ، عنعنی ، ژبی او دینی اعتقاداتو نه باخبراو احترام ولری . یعنی دغه تیم په پای کی یو سیستم ایجاد کړی چه په دغه کی که  پشتون یاهزاره وی یا تاجک، ازبکان یا نورستانی یا نوربی له باند او ټوپک والاګروه ،پرته لهبهرنی ملاټړاو سپارښت څخه که په پکتیاوی یا بامیان او بدخشان  یا کند وزوننګرهار،داصل ښایست ټوب ، اهلیت، لیا قت اوياک نفسی پربنأ کارکولای شی دخلکو په مینځ تلای شی اوملاټړیی ولس وی نه ددوی څومحدوده دګوټوپه شمیر قومی یا محلی ټوپک په لاس اندیوالان اوبهرنی ولی نعمتان .                                                                     

  همد ا رازملکی او دولتی تشکیلاتی تورم الغا شی پرځای د دی چه په یووران ویجاړجنګ ځپلی هیوادکی ، یوعلاقه داری یا ولسوالی ته بی له تعقل اوګټی دسیاسی خردنه لری، ولایت ته ارتقأ ورکړی شی ، واټونه او ځایونه دبی اسحفافو اومغشوشو وګړو په نوم ونومول شی یا شخص ته څوکی برابرشی او دملت مقدراتو او دراتلونګو نسلونواو حکومتونو پرمخ ‏خنډونه ا وابهامات رامینځه شی ،ضرورت دی مخ یی ډپ شی او پرځای یی له هرڅه نه لومړی اقتصا دی کاراو وډی ته چه مجتاج ولس اوهیواد شدیدأ اړه لری پام اوعملا پری کار وشی ۰غربی تحمیلی دموکراسی اولامحدود دبیان أزادی وږی او تږی تولڼی ته لاانارشی او بی بند باری راوړی  .

دسیمو دخلکودمهارتونواومحلی پیداواروپراساس فابریکی اوتولیدی منابعواوکاری مشغولتیا برابرشی. اوکارلپاره کاری اهل سړی ولتول اومقرروشی ، جنایتکاران ، او مشهوربالفسادمفسدان او دبهرنی ایجنتان او مزدوران وپیژندل شی ، افشأ او له دولتی ډندو نه تصفیه شی.                                                                                                                     دملی محاسبی او تصفیی مقتدر، واکداراوبا اعتباره دیوان دحکومت په چوکات ایجادشی ۰کار سړی پرمخ بیایی نه څوکی  ! په دغه دیوان کی ملی سوچه وګړو چه پرخلک اوهیواد مین اوخادم وی تقوا او رو ښانه نیک سابقه اوتجربه اود ملی شناخت اوباور خاوند وی او مهم دا چه ایثاروته چمتووی ځکه چه دا مهال داهیواد ایثارګروته اړدی ایثار غواړی نه امتیازاو څوکی پرستیوته .                         

 له دی ځایه چه ډ یرش کاله ظالمانه بهرنی یرغلونه او کورنی جګړی ، مهاجرتونه او راشه درشه ځان سره  دټوپک اوجګری فرهنګ اوبهرنی مردود او نا مانوس فرهنګی او کلتوری سوغاتونه راوړی دی اودنوروعرصوپه شان زموږ فرهنګی او کلتوری سوچه اواصیل جوړښت ته هم وران او زیان من کړیدی پردی بنآء  کوم سوچه او لارښوونکوښایسته اصیل اسلامی اوافغانی اخلاقی ارزښتونه لکه ( اهلیت،صداقت ، پاک نفسی او نیکنامی، ملی تاریخی اودینی ارزښتونوته درنا وی او پیژند نه، دعمل مجازات او مکافات دیو ښا یسته او ضروری اصل په ټوګه نه دخولی اوکاغذ تش په مخ بلکه عملا په رښتیا اوصداقت سره بیرته احیا او د ژوندانه داداری په چارو کی نه یوازی حاکم او نافذ شی بلکی قانونی دولتی زوراوملاټړهم ورته ورکړشی چه پرته له کوم شخصی سلیقی اویا تعصب په عادلانه اومنصفانه ټوګه عملی او تطبیق شی .                                                                                 

 د ناپاکووګړوکوم چه دډیرشوکالو راهسی دافغان ولس او هیواد دبدمرغیو اومصیبتونو او تباهیومستیقما یا غیرمستقیم وسیله او ابزارګرځیدلی دی دسوابق او اسنادو پربناء فهرست برابراو خاص ، صادق اوبیطرف او بی تعصبه مدعی العموم او محکمی دقانون په چوکات ایجاد، متهمین اومسوولین دعدالت په منګلو کی وسپارل شی ترڅوخپل سزا ووینی اودعبرت سبب وګرځی .                                                                                              

پورتنی مسایل  داضطراری یو واقعی لویی جرګی له اجنداو له جملی څخه وو چه بایدلس کاله مخ کی پری خبری او بحث شوی اوموقت یا انتقالی اداری ته ډنډه سپارلی وای چه لارد یوسوچه عادلانه نظام اوسیستم اودهیواددبیارغاوونی او دخلکو دسوکالی او هوساینی دپاره اواره شوی وای . خو په خواشینی سره څرنګه چه مخ کی ذکر شول دلته هرسی سره لوبی کیږی او په سپک نظر کټل کیږی لامل یی هم دادی چه بهرنیان مونږ ندی پیژندلی او زمونږ ملی ارزښتونونه ندی خبر۰ که دلویی جرګی په فهرست اواجنداکی یومنصفانه اوپرته له شخصی سلیقی او ګرایشونه او تعصب افغانی کټنی وشی اشتبا ه ګانی او نیمګړتیا یی پوره څرګندیږی چه ترتیب شوی اجندا دحقایق او واقعیتونواو دافغان ولس او هیواد دضرورتونو او اقتضا أ تو پر بڼست ترتیب شوی نوو یعنی داساسی کارونو پړاوونه او لومړیتوب حق پکښی په نظرکی نیول شوی نه وو. بلکی دجرګی ترکیب اوجوړښت دجرګو له اصلی اصول اومعیارونوسره متناقض او په تضاد کی وو اوډیرضعفونه درلود. واضحه خبره ده، کله چه ارګان بی وس اونا توان اونا قص وی هرومروپرماحصل اوکاریی په هماغه پیمانه اغیزه رامینځ ته کیږی. له همدا لامله دی چه افغان ولس او نړیوال ټولنی په خاصه ټوګه کوم مراجع او هیوادونه چه ژمنه کړی اوملا تړلی دی اوباید په دی لس کاله څه ناڅه یو حد ته رسیدلای وای په ډیرخواشینی سره چه اوضاع او حالات بیرته له پخوا نه هم لا بدتره او خطرناکی مجهول خواته روان دی او هغه مقوله چه :                             

 خشت اول ګر نهد معمار کج        میرود تا ثریا دیوار کج                                     

نو اوس هم لا څه وخت شته چه دبن ناستی معماران اوطرحان خپل غلطی اوکاږه لارنه وګرځی او تصحیح کړی تر څودلا بدمرغیو مصیبتونونه مخنیوی وشی .                                                                                        پای


August 26th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات